د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه، د کب۱۰مه) په اسراییلو باندې د نږدې ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پور منظور کړی.
پنټاګون ویلي، اسراییلو ته د دې وسلو استولو چارې ښایي په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي، خو دا یې هم ویلي چې د دې وسلو یوه برخه ښایي د متحده ایالاتو له ذخیرې څخه ورکړل شي په دې معنا چې ښایي سمدستي به اسراییلو ته واستول شي.
د ویلو ده چې په روانه میاشت کې دا دویم ځل دی چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د اضطراري حالت په اعلانولو سره اسراییلو ته په سمدستي توګه د وسلو د لېږد اعلان کوي.
د ویلو ده چې امریکا داسې مهال پر اسراییلو باندې د دې وسلو پلور منظور کړی چې په غزې کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو موده مخ په خلاصېدو ده.