Home » سیمه او نړی » امریکا: پاکستان دې “مذهب ته د سپکاوي ” قانون ژر اصلاح کړي
رویداد خبري آژانس

امریکا: پاکستان دې “مذهب ته د سپکاوي ” قانون ژر اصلاح کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په پاکستان کې ” مذهب ته د سپکاوي” د قانون نه ځیني وختونه ناوړه ګټه اخیستل کیږي او له همدې کبله یې د پاکستان نه غوښتي چې پدې قانون او د محکمو په سیستم کې چې هر څومره ژر کیږي، اصلاحات راولي.

د وزرت په اعلامیې کې ویل شوي ، “مونږ ټینګار کوو چې پاکستان دې ژر تر ژره مذهب ته د سپکاوي‌ قوانین او د محکمو سیستم اصلاح کړي چې د ناوړه ګټه اخیستو مخه یې ونیول شي او د مشکوکو کسانو سره د قانون سره سم چلند وشي”.

امریکا دا غوښتنې پداسې حال کې کوي چې یو ځوان هلک د پیښور ښار په یوې محکمې کې د طاهر نیسم په نامه یو امریکایي چې په خټه پاکستانی و، وواژه.

په نسیم دا تور و چې ځان یې د اسلام پیغمر بللی و. د اسلامي ډلو زرګونو پلویانو نن د جمعې په ورځ، جولای ۳۱ ( زمري ۱۰) د محکمې په مخکې مظاهره کړې وه او د برید کوونکي، فیصل خان په ملاتړ یې شعارونه ورکول.

سره لدې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طاهر نیسم په وژل کیدو خپګان څرګند کړی خو نن د جمعې په ورځ زرګونو سخت دریځو، د قاتل فیصل خان په ملاتړ مظاهره کړې. د مفتي شهاب الدین پوپلزي په نامه یو کس چې د مظاهرو مشري یې کوله وویل، ” هیڅوک دا حق نلري چې قانون په لاس کې واخلي، خو فیصل خان هغه څه وکړل چې حکومت باید دوه کاله وړاندې کړي وای “.

د نړیوالې آزادۍ لپاره د امریکا کمیسیون هم د نسیم وژل کیدل غندلي دي. د دې کمیسیون مشر، جوني مور په یوې اعلامیې کې ویلي، ” پاکستان باید د مذهبي اقلیتونو ساتنه وکړي او د دا شان غمیزو د مخنیوي لپاره چې تصور یې نشي کیدی، حکومت باید کوټلي ګامونه پورته کړي.”

دغه کمیسیون په ۲۰۲۰ کال کې د مذهبي آزادیو په هکله پخپل راپور کې چې تیره میاشت یې خپور کړی، په پاکستان کې د مذهبي آزادیو په هکله اندیښنه ښودلې وه ‎، په ځانګړې ډول د مذهبي اقلیتونو په هکله د پاکستان د چلند په هکله.

د پاکستان په قانون کې ” کفر ویل” یا اسلامي مقدساتو ته سپکاوی د مرګ سزا لري خو لا تر اوسه هیڅوک پدې جرم اعدام شوي ندي.

اکثریت کسان چې محکمو ورته د مرګ سزا ورکړې او د اعدام کیدو لپاره په زندانونو کې شپې او ورځې تیروي، د احمدیه فرقې پیروان دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...