Home » افغانستان » امریکا: هېڅ هېواد د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري

امریکا: هېڅ هېواد د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره او سرپرسته وايي، د نړۍ هېڅ هېواد اوسمهال پلان نه لري چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو د سفارت شارژدافېره او سرپرسته کرن ډیکر وايي، که څه هم یو شمېر هېوادونو په دې وروستیو کې د طالبانو استازو ته د افغانستان په سفارتونو کې ځای ورکړی، خو هغې وویل، هېڅ هېواد هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري.

مېرمن ډیکر چې پرون له یو شمېر افغان ښځینه خبریالانو سره په انلاین غونډه کې خبرې کولې دې پوښتنې ته چې ایا متحده ایالتونه به د دې هېوادونو لاره تعقیقب کړي که نه په ځواب کې وویل چې متحده ایالات هم داسې یو پلان نه لري.

هغې زیاته کړه: “موږ له ټولو دې هېوادونو اورېدلي دي چې دوی پلان نه لري د طالبانو حکومت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپېژني. زما درک دا دی چې زما د خپل هېواد په ګډون داسې کوم هېواد نه شته چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان ولري. نو که طالبان له نورې نړۍ سره ښه اړیکې غواړي، باید د خپل هېواد له ښځو او نارینه وو سره ښه اړیکې ولري.”

په روانه اونۍ کې د طالبانو په مشرۍ سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی تاجکستان ته تللی و، څو په خاروغ ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه وکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...