Home » سیمه او نړی » امریکا متحده ایالاتو او برازیل کې د کرونا ویروس زرګونه نوې پيښې
رویداد خبری آژانس

امریکا متحده ایالاتو او برازیل کې د کرونا ویروس زرګونه نوې پيښې

راپورونه وايي په یوه ورځ برازیل هېواد کې د کرونا ویروس ۴۷ زرو څخه ډېرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي او تر دې دمه ۱،۲۰۰ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.

بل لور ته بیا امریکايي رسنۍ وايي په امریکا متحده ایالاتو کې ۴۴ زره تازه پیښې ثبت شوي دي، د رابورونو په اساس پرون په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله ‍۱۳،۰۰ تنو څخه ډېر مړه شوي دي.

کرونا ویروس تازه پیښې تر ډېره په کالیفونیا او ټکزاس کې ثبت شوي دي.

په متحده ایالاتو کې تر اوسه پورې ۵ میلیونه او ۵ لکه تنه په کرونا ویروس اخته شوي او یو لک او ۷۳ تنه نور مړه شوي دي.

په برازیل کې بیا ۳ میلیونه او ۴ لکه تنه په کرونا اخته شوي او یو لک او ۱۰ زره مړه شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...