Home » سیمه او نړی » امریکا لپاره د روسیې سفیر د سلا مشورې لپاره مسکو ته تللی
رویداد خبري آژانس
د امریکا لپاره د روسیې سفیر،اناتولي انتونوف

امریکا لپاره د روسیې سفیر د سلا مشورې لپاره مسکو ته تللی

امریکا لپاره د روسیې سفیر نن د اضطراري سلا مشورې لپاره مسکو ته ستون شو.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین ته د «قاتل» خطاب کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ نور هم زیات کړ.

ولسمشر بایډن دا خبره څو ورځې مخکې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وکړه چې وروسته ولادیمیر پوتین سم د لاسه په ځواب کې وویل چې د امریکا ولسمشر ته د ښه صحت هیله کوي. ده ویلي وو خلک هغه څه چې په ځان کې ګوري، په نورو کې هم ګوري.

تر دې مخکې د امریکا په یوه استخباراتي راپور کې ویل شوي و چې ولسمشر پوتین د روسیې ځینو حکومتي ادارو ته سپارښتنه کړې وه چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د بل کاندید ډونالد ټرمپ په پلوي لاسوهنه وکړي.

کرملېن دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي، دغه راپورونه بې‌اساسه دي.

د واشنګټن لپاره د روسیې سفیر اناتولي انتونوف نن مسکو ته ورسېد، روسیې تېره اوونۍ د ده د وربللو غوښتنه کړې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...