Home » افغانستان » امریکا: له افغانستان څخه خپل ۲۰۰۰ تنه پوځیان وباسو

امریکا: له افغانستان څخه خپل ۲۰۰۰ تنه پوځیان وباسو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ فرمان ورکړ چې په څو اونیو کې به له افغانستان څخه ۲۰۰۰ او له عراق څخه ۵۰۰ امریکايي عسکر وباسي.

د امریکا هېواد د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر میلر رسنیو ته وویل تر جنورۍ میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته کښته شي.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي عسکر موجود دي چې د دوي د ماموریت عمده برخه افغان پوځیانو ته مشورې او رورنې ورکول دي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر زیاته کړه په افغانستان کې د عسکرو کمول په دې معنی نه دی چې مونږه به د ترویزم پر ضد جګړه نه کوو، نوموړی وايي له ترورویزم سره مبارزه به دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست په دې اړه د کانګرس په شمول له څو تنو کلیدي مشرانو، د ناټو سرمنشي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سې شنبې ورځې په سهار خبرې کړي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...