Home » سیمه او نړی » امریکا لخوا پر مرستو بندیز د لسګونو «اېس ای وي» لرونکو افغانانو پروازونه ځنډولي

امریکا لخوا پر مرستو بندیز د لسګونو «اېس ای وي» لرونکو افغانانو پروازونه ځنډولي

امریکایي چارواکي او د افغان کډوالو د ملاتړ یوې ادارې مسوولینو پرون شنبې رویترز ته ویلي، چې په بهرنیو مرستو باندې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د بندیز له امله د څه باندې ۴۰ زرو افغانانو پروازونه ځنډول شوي چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو پروګرام ته منل شوي دي.

ډونالډ ټرامپ د امریکا د ولسمشر په توګه د خپلې دندې په لومړۍ ورځ، د بهرنیو پراختیایي مرستو د ۹۰ ورځو لپاره د بندولو امر وکړ، ترڅو د هغه له بهرني سیاست سره د اغیزمنتوب او همغږۍ لپاره بیاکتنه وشي. په دې فرمان کې په ځانګړې توګه د ځانګړو ویزو پروګرام یادونه نه ده شوې.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پرون (شنبې، د سلواغې۶مه) په یو یاداښت کې ویلي و چې د مصر او اسرییل پرته په ټولو هیوادونو بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره ځنډوي.

دا فرمان همداراز د هغو ډلو او ادارو د تمویل د ځنډېدو سبب شوی چې د کډوالۍ په ځانګړو ویزو (اس ای وي) سره متحده ایالاتو کې د افغانانو بیامیشتیدنې په برخه کې مرسته کوي.

کارپوهان او د کډوالو ملاتړې ډلې وايي چې د بهرنیو مرستو بندېدل د امریکا او نړیوالو مرستو په عملیاتو کې ګډوډي رامنځته کوي او د تغذیې، روغتیا، واکسیناسیون او نورو پروګرامونو د بندېدو لامل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...