Home » سیمه او نړی » امریکا د حماس د یو لوړپوړي چارواکي وژنه تایید کړې

امریکا د حماس د یو لوړپوړي چارواکي وژنه تایید کړې

د امریکا د ملي امنیت مشاور تایید کړې ده چې د حماس لوړپوړی چارواکی، مروان عیسی د اسراییلو په برید کې وژل شوی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جیک سالیوان دوشنبې د کب۲۸مه  خبریالانو ته ویلي: “د حماس درېیم کس مروان عیسی، تېره اوونۍ له اسراییلو سره په جګړه کې ووژل شو.”

له دې وړاندې اسراییلي رسنیو ویلي چې مروان عیسی یوه اوونۍ مخکې د غزې په پلازمینه کې د ځمکې لاندې په تونلونو باندې د اسراییلو لخوا په هوایي برید کې وژل شوی دی.

مروان عیسی د حماس دویم نمبر نظامي قومندان و.

حماس د غزې د کنټرولوونکي په حیث په رسمي توګه د هغه د وژنې په اړه لا څه نه دي ویلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...