د امریکا د پوځ یو جګپوړي قوماندان ویلي، که د حزب الله او اسراییلو ترمنځ شخړه زیاته شي، نو د واشنګټن لپاره به ستونزمنه وي چې له اسراییل سره مرسته وکړي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال چارلس براون تېره شپه خبرداری ورکړی چې د فلسطین په شمال کې د اسراییلو او د لبنان د حزب الله تر منځ د جګړې پراخېدل به ټوله سیمه د یوې لویې جګړې پر لور وخوځوي.
دغه جنرال همداراز خبرداری ورکړی چې د حزب الله او اسراییلو ترمنځ د جګړې پراخېدل به د امریکا لپاره د اسراییلو لاسنیوی سخت کړي.
په غزه کې د اسراييلو جګړه نهمې مياشتې ته ورسیده او په دې موده کې د ډېرو ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۷ زره فلسطينيان وژل شوي دي.
ویل کېږي چې اسراییل غواړي له حزب الله سره تر هغه وخته کړکېچ روان وساتي، تر څو چې په غزه کې خپلو اهدافو ته نه وي رسیدلي.
بلخوا د حزب الله عمومی منشي، سید حسن نصرالله تېره اوونۍ په خپله وینا کې د فلسطین په شمال کې اوربند د غزې د جګړې تر پایته رسېدو مشروط بللی دی.