د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې هندوستان ته په سفر تللی وایي، په افغانستان کې پوځي حل لار نشته، افغان حکومت او وسله والو طالبان باید خبرې وکړي.
انتوني بلېنکن د هندوستان له بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر سره پرون د چهارشنبې په ورځ ( د زمري ۶مه نېټه) په ګډه خبري غونډه کې وویل، دواړه هېوادونه په دې موافق دي چې د افغانستان راتلونکی حکومت باید ټولشموله او د افغانانو بشپړ استازی وي او په نهایت کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، هند به د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې حیاتي رول ته دوام ورکړي.