Home » سیمه او نړی » امریکا: د ایران پر قونسلګرۍ برید کې موږ لاس نه درلود

امریکا: د ایران پر قونسلګرۍ برید کې موږ لاس نه درلود

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې هېواد یې په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ په برید کې لاس نه درلود. له همدې امله د ایران د بهرنیو چارو د وزیر هغه څرګندونې، چې له امریکا سره باید حساب وشي، «بې اساسه» دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي پرون سې شنبې د وري ۱۴مه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د سوریې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ باندې د اسراییلو په منسوب برید کې واشنګټن لاس نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دمشق کې د ایران سفارت ته څېرمه پر یوې ودانۍ د توغندیزو بریدونو له امله د قدس ځواک د ۷ جګپوړو قوماندانانو او غړو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول.

بلخوا د ایران اسلامي جمهوریت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به له اسراییلو څخه د هغه برید غچ واخلي چې د سوریې په پلازمینه کې یې د دوی د سفارت ځینې برخې ویجاړې کړې دي.

خو اسراییلو بیا تر اوسه د دې برید پړه نه ده منلې.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...