Home » اقتصادی » امریکا د ایران د تیلو ټانکرونه ضبط کړي
رویداد خبري آژانس

امریکا د ایران د تیلو ټانکرونه ضبط کړي

له ایران څخه ونزوئلا ته پر لاره د تیلو ټانکرې د امریکا متحده ایالاتو له لوري ضبط شوي دي.

د امریکا عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې د امریکا ځواکونو هغه بار وړونکي ټانکرونه چې د اټکل له مخې یو میلیون او یو لک او ۱۶ زره بېرله تېل‌یې لېږدول نیولي دي.

راپورونو کې ویل شوي ضبط شوي ټانکرونه له ایران څخه ونزوئلا ته پر لار وؤ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون وویل چې دغه ټانکرونه د تکزاس ایالت هیوسټن ښار ته د لېږدول کېدو په حال کې دي.

راپورونه وايي، د سپاه پاسداران قدس ځواک د ۲۰۱۸م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د امریکا له بندیزونو په سرغړونې د تېلو انتقالات پیل کړي دي.

د ایران ترڅنګ پر ونزوئلا هم د امریکا له‌خوا بندیزونه لګول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...