Home » سیمه او نړی » امریکا او بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي، څو د پاکستان ګلګیټ او بالتستان ته سفر و نه کړي

امریکا او بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي، څو د پاکستان ګلګیټ او بالتستان ته سفر و نه کړي

بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې ګلګت او بالتستان ته له تګ ډډه وکړي.

د امریکا متحدو ایالتونو هم خپلو وګړو ته ویلي، چې د پاکستان شمالي سیمو ته د سفر پر مهال “خورا محتاط” اوسي.

د ګلګت بلتستان ځينو ښارونو کې له څه مودې راهیسې د مذهبي‌ ډلو احتجاجي‌ غونډې او لاریونونه دوام لري.

دغلته د ځینو مذهبي مشرانو خلاف د پاروونکو ویناو او بیانونو په تور مقدمې درج شوې دي.‌‌

د سکردو د یوې مذهبې ډلې د مشر خلاف د دیامیر په چلاس ښار کې لومړی د مقدمې ثبتېدو او بیا د هغه د نیولو خلاف احتجاجونه وشول او د نوموړي پلویانو لویه لاره دوه ورځې تړلې وه.‌

تر دې وروسته په سکردو کې خلکو په یوه احتجاجي غونډه کې غوښتنه وکړه چې که د دوی لپاره د چلاس لار خوندي نه وي،‌ نو د کارګل سړک دې ورته پرانیستل شي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...