Home » سیمه او نړی » امریکا اوکراین ته ۱۲۵ میلیون ډالر نظامي مرسته ځانګړې کړه

امریکا اوکراین ته ۱۲۵ میلیون ډالر نظامي مرسته ځانګړې کړه

د امریکا د دفاع وزیر، لویډ استین له اوکراین سره د ۱۲۵میلیون ډالر نظامي مرستې د ځانګړې کېدو خبر ورکړی دی.

دا پرېکړه پرون (جمعه د وږي ۲مه) له اوکرایني سیال، رستم عمروف سره د استین له خبرو اترو وروسته وشوه.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر، جو بایډن د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي سره په ټلفوني اړیکه کې له کییف څخه د واشنګټن په پیاوړي ملاتړ ټینګار کړی دی.

د رویټر خبري اژانس د راپور او سپینې ماڼۍ د بیانیې له مخې چې په دې بسته کې د هوایي دفاع توغندي، د توغندیو ضد تجهیزات او نورې وسلې شاملې دي.

زلنسکي د امریکا له دې مرستې د هرکلي ترڅنګ د هوایي دفاع سیسټم په پیاوړتیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: “اوکراین د دې بستې ډېرو وسلو ته په ځانګړې توګه د هوایي دفاع سیسټم په برخه کې د ښارونو د ساتنې لپاره اړتیا لري.”

دا نظامي مرسته د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت نن (شنبې، د وږي ۳مه) اعلان شوې ده.

د راپورونو له مخې، امریکا د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې له پیل راهیسې له کییف څخه د ملاتړ په موخه څه باندې ۵۰ میلیارډ ډالر نظامي مرسته کړې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...