د افغانستان د مسلیلو امریکایي څېړونکي مایکل روبین وایي، طالبان او القاعده د ژورو اړیکو تر څنګ خپلوۍ هم لري طالبان له القاعده شبکې سره نه یوازې فکري بلکې د خپلوۍ اړیکې هم لري.
امریکایي څېړونکي مایکل روبین په تازه څرګندونو کې ویلي، که امریکا دا تمه لري چې طالبان به له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي نو دا ناممکن کار دی.
د روبین په وینا طالبان نه یوازې دا چې د القاعده شبکې له غړو سره فکري اړیکې لري بلکې ترمنځ یې د خپلوۍ او راشې ورشې اړیکې هم شته دي.
د نوموړي په خبره طالبان هم له القاعده سره د اړیکو له منځه وړلو په برخه کې له نړیوالې ټولنې او امریکا سره رښتینې نه دي او همدا اوس ددوی ترمنځ همکاري دوام لري.
هغه پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره رښتیې اقدام وکړي او په تشو ژمنو دې نړیوالو ته ګواښونه نه جوړوي.