Home » افغانستان » امریکایي رسنۍ:طالبانو د دوحې له تړون وروسته پر امریکایانو یو برید هم نه دی کړی
رویداد خبري آژانس

امریکایي رسنۍ:طالبانو د دوحې له تړون وروسته پر امریکایانو یو برید هم نه دی کړی

امریکايي رسنیو ددغه هېواد د دفاع وزارت د یوه راپور پر بنسټ ویلي چې طالبانو د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته په درېیو میاشتو کې پر امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو ان یو برید هم نه دی کړی خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې جګړې ته ادامه ورکړې ده.

دفاع وزارت دغه راز ویلي چې طالبانو له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې هم کمې کړې دي. پنټاګون دا هم وايي چې د طالبانو پر وړاندې هم د امریکايي ځواکونو په هوایي بریدونو کې اتیا سلنه کموالی راغلی دی.

د امریکا ددفاع وزارت داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ملګرو ملتونو لا هم طالبان له بهرنیو ترهګرو ډلو سره په اړیکه کې بللي وو او همدا راز یې ویلي وو چې د افغان ځواکونو پر وړاندې یې تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...