د غزې د جګړې ضد کسانو د اسراییلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو له وینا یوه ورځ مخکې د امریکا په کانګرس کې د زمري په ۲مه لاریون وکړ.
د امریکا د کانګرس پولیسو په دې تړاو څو تنه نیولي دي.
نتانیاهو د دوشنبې په ورځ ناوخته واشنګټن ته ورسید او وویل چې دی د دواړو ګوندونو – ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو – د ملاتړ په لټه کې دی، ځکه له دې دواړو ګوندونو څخه ملاتړ یې د هېواد لپاره خورا مهم دی.
د اسراییلو لومړي وزیر واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په ګډون له امریکايي چارواکو سره وکتل.
تر دې وړاندې لسګونه لاریونوالو د دوشنبې په ماښام د هغه هوټل مخې ته راټول شوي وو چې نتانیاهو پکې و. په سلګونو نورو لاریون کوونکي د سه شنبې په ورځ د غزې د جګړې پر ضد د کانن په ودانۍ کې لاریون وکړ په هغه ځای کې چې د امریکا د سنا او د استازو د مجلس د غړو دفترونه موقعیت لري.
دا لاریونونه د سولې لپاره د یهودي غږ لخوا تنظیم شوي وو، چې د امریکا د صهیونیسټ ضد یهودي سازمان کیڼ اړخي دي. لاریون کوونکو د «پرېږدئ چې غزه ژوندۍ پاتې شي» شعارونه ورکول.
لاریون کوونکي د امریکا د ولسمشر، جو بایډن پر ادارې غوسه شوي او له هغه یې غوښتي چې سمدستي دې اسراییلو ته د وسلو استول بند کړي.