Home » سیمه او نړی » امریکايي چارواکي: د دفاع وزارت معاون پر کویډ ۱۹ اخته شوی

امریکايي چارواکي: د دفاع وزارت معاون پر کویډ ۱۹ اخته شوی

امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې د یاد هېواد د دفاع وزارت مرستیال انتوني ټاټا پر کرونا ویروس اخته شوی دی.

پنټاګان د دې خبر په تائید سره وايي چې د وزارت مرستیال يې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوی دی.

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي ښاغلي ټاټا او نور کسانو يي وروسته له هغه نه پر کرونا ویروس اخته شول کله چې د لیتوانیا د دفاع وزارت له مرستیال کاروبلیس سره وکتل.

ویل کیږي د کاروبلیس د کرونا ټیسټ پایله مثبته وه.

راپورونه وايي ټاټا دوه ځلې د کرونا معاینات وکړل چې دواړه يي مثبت و.

امریکا متحده ایالاتونه د کرونا ویروس له امله تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد ګڼل کیږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...