د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت او استخباراتو پټ اسنادو افشا کولو په تور د دې هېواد هوايي ځواک ملي ګارد یو ۲۱ کلن غړی نیول شوی دی.
رپوټونو کې ویل شوي نیول شوی جک ټیېکشیرا د انلاین خواله – لوبو هغې ډلې مشر دی، چې دا اسناد یې افشا کړي.
په دې اسنادو کې د اوکرایین جګړې او نړۍ نورو هېوادونو په هکله خورا حساس معلومات افشا شوي دي.
په هغو تصویرونو کې چې له هوا اخیستل شوي، د امنیتي ځواکونو افسران په داسې حال کې لیدل کېږي چې پر پنجشنبه د ښاغلي ټیېکشیرا له کوره یو څوک نیسي.
دا کس له بوسټن ښاره نژدې یو ساعت لېرې سویل کې د ۸۰۰۰ اوسېدونکو په یوه ښارګوټي ډیګټون کې نیول شوی دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نیول شوي کس د نوم له تائید مخکې د مرکو او خواله رسنیو په حواله د ښاغلي ټیېکشیرا د نیول کېدو خبر ورکړ.
امریکا کې د پلټنو فدرالي ادارې ایف بي ایف دا سړی یې له ”کومې حادثې پرته ” ونیو او د دوی کسان د کور په تالاشۍ بوخت دي.
د اسنادو افشا کولو دا چاره څو میاشتې مخکې پیل شوې وه او د خواله رسنۍ ډیسکارډ له لارې لاس په لاس کېدل چې د انلاین لوبو مینه وال یې کاروي. ویل کېږي، د دې اسنادو شمېر ښايي لږ تر لږه پنځوس وي، خو کېدای شي تر سلو یې هم شمېر زیات وي.
په دې اسنادو کې د اوکرایین جګړې په هکله او دغه راز د امریکا متحدینو په ګډون د ځینې نورو هېوادونو په هکله یو شمېر استخباراتي ارزونې شاملې دي.