امریکايي ځواکونو تېره شپه د افغانستان په ۵ ولایتونو کې د طالبانو ۱۳ اهداف په نښه کړي، چې دې ډلې ته یې درانه تلفات ور اړولي دي.
د مالوماتو پر اساس، امریکايي ځواکونو لومړني هوايي بریدونه په فراه ولایت کې مرکز په شوراباد سیمه کې ترسره کړي دي.دا بریدونه هغه مهال شوي دي، چې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ییزه حمله ترسره کړې.
د فراه په هوايي بریدونو کې ۹ طالبان وژل شوي دي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د مالوماتو پر اساس، ځینې نور بریدونه بیا په کندز ولایت کې ترسره شوي دي، دا بریدونه هم پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو غبرګون کې ترسره شوي دي.
کندز کې بیا د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال، ۶ تنه طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
همدا راز غوڅ ملاتړ ماموریت په کندهار، فاریاب او هرات ولایتونو کې هم تېر شپه طالبان تر بریدونو لاندې راوستلي، چې له امله یې یادو درېیو ولایتونو کې ۱۹ طالبان وژل شوي، چې وژل شویو کې د دې ډلې مشران هم شامل دي.