امریکا وايي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده.
د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ پرون د سې شنبې ورځ (د چنګاښ ۲۲مه نېټه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی له افغانستان د ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او دمګړی د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دوی ۹۸۴ پروازونو کې خپل سرتېري او زرګونه قلم تجهیزات ایستلي دي او تر څنګ یې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ زره قلمه توکي له منځه وړل شوي دي.
په دغه اعلامیه کې راځي چې دوی تر دې دمه اووه سترې نظامي اډې افغان پوځ ته سپارلې دي او د پاتې ځواکونو د ایستلو لړۍ هم دوام کوي.
سینټکام داسې مهال دغه اعلامیه خپروي چې امریکایان له خپلې سترې اډې باګرام وتلي خو ویل کېږي چې شاوخوا اووه سوه امریکایي عسکر د امریکا په سفارت کې حضور لري.