Home » افغانستان » امریکا:د اوسني وضعیت د پای ته رسولو یوازینۍ لار سوله او خبرې دي
رویداد خبري آژانس

امریکا:د اوسني وضعیت د پای ته رسولو یوازینۍ لار سوله او خبرې دي

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د وسله الوطالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

نوموړې ویلي چې د افغانستان حکومت د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او وسله والو طالبانو ته په کار ده چې د جګړو له لارې نه بلکې د سولې او مذاکراتو پر مټ واک ته د رسېدو لارې چارې ولټوي.

د نوموړې په خبره افغانستان ته یوازې او یوازې د مذاکراتو او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو له لارې دایمي ثبات راتللی شي.

نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او طالبانو ته په کار ده چې جګړې کمې کړي او مذاکرات چټک کړي، ځکه د اوسني وضعیت د پای ته رسولو یوازینۍ لار سوله او خبرې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...