ایران له ۲۰۱۲ز کال راهیسې ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګریزو فعالیتونو پانګونه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حسن روحاني پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.
حسن روحاني د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویلي وو چې ارو مرو به امریکا د ایراني ملت ارادې ته تسلیمېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي ایران په سیمه کې د ترهګرو ډلو او ترهګریزو فعالیتونو ملاتړی دی او له ۲۰۱۲ز کال راهیسې یې ۱۶ میلیارده ډالر پر ترهګریزو فعالیتونو، ترور او خپلو شریکانو پانګونه کړې ده.
په دې وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي او پر بېلو مسایلو د یو بل پر ضد څرګندونې او اقدامات کوي.