د مصر پلازمېنې قاهرې په غونډه کې د منځګړو هېوادونو استازو په غزه کې د اوربند څرنګوالی ارزولی او په دې اړه یې خبرې کړې دي.
د «القاهره نیوز» دولتي ټلویزیون د راپور له مخې چې د امریکا، مصر او اسراییلو استخباراتي چارواکو په غزې کې د اوربند او نیول شویو کسانو د خوشي کولو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، د دې دریو هېوادونو استخباراتي چارواکي به نن هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
سرچینې زیاتوي چې په دې غونډه کې د امریکا د استخباراتو مشر ویلیام برنز، د مصرد استخباراتو مشر ډیویډ بارنیا او د اسراییلو د استخباراتو مشر شته دي چې په غزې کې د اوربند او نیول شویو کسانو د خوشي کولو په اړه به خبرې وکړي.
په ورته وخت کې په غزه د اسراییلو لخوا بریدونه دوام لري او د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې د جکړې له پیل څخه تر دې مهاله د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸ زره کسان وژل شوي او نږدې ۹۰ زره ټپیان دي.