Home » سیمه او نړی » امريکا کې ډاکټرانو ۷۵کلن سړي ته د خوګ زړه پيوند کړی

امريکا کې ډاکټرانو ۷۵کلن سړي ته د خوګ زړه پيوند کړی

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په امريکا د جراحۍ ډاکټرانو يوه ۷۵ کلن سړي ته د ژوندي پاتې کېدو په موخه د خوګ زړه د پيوندولو تاريخي عمليات کړي دي.

په راپور کې ويل شوي چې دا عمليات په برياليتوب ترسره شوي او ياد کس هم بېرته خپل عادي او نورمال ژوند پيل کړی دی. تر اوسه ډاکټرانو دا نه جوته کړې چې ياد کس به د پيوند شوي زړه په وسيله تر کومې مودې ژوند وکړي؟

روېټرز زياته کړې چې د يادو عملياتو لپاره د جراحانو له لوري ژورې څېړنې شوې او هغه خوګ چې زړه يې د پيوندولو لپاره ياد ۷۵ کلن سړي ته کارول شوی، له جنټيکي پلوه اصلاح شوی و.

د مريلېنډ پوهنتون په دې اړه پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۰مه) ويلي، چې ياد جراحي عمليات د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...