وروسته له هغې چې د امريکا متحده ايالاتو په نيويارک او ټکزاس ايالتونو کې پر عامو خلکو او د ښوونځي پر زدهکوونکو وسلهوال بريدونه وشول، ورسره په دې هېواد کې د وسلې ګرځولو په اړه حساسيتونه هم زيات شوي دي.
پرون شنبه د (غبرګولي په ۲۱مه) د امريکا په ۴۵۰ ښارونو کې د وسلو خلاف لاريونونه شوي. د يادو لاريونو تر ټولو لوی هغه يې په پلازمېنه واشنګټن کې چې زرګونه اعتراض کوونکو په کې ګډون درلود، ترسره شوی دی.
لاريونوالو ټينګار کاوه چې د امريکا قانون جوړوونکي او په ټوله کې کانګرېس دې د وسلو کنټرول په موخه سخت قوانين طرحه او تصويب کړي.
دوی ادعا کړې چې د ټکزاس له پېښې وروسته په امريکا کې د وسلهوالو بريدونو ۱۱ پېښې ثبت شوي او دا کار په دې هېواد کې د وېرې زياتېدو سبب شوی دی.
لاريونوالو ويلي، چې په محتده ايالاتو کې د وسلهوالو پېښو زياتېدو له امله د فزيکي خونديتوب په اړه د خلکو ډاډ کم شوی او په خبره يې له همدې کبله دې د وسلو کنټرول لپاره سخت او جدي قوانين وضعه شي.
په امريکا د وسلهوالو بريدونو وروستيو پېښو په ترڅ کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.