Home » سیمه او نړی » امريکا کې لسګونه زره ښځو د سقط حق ترلاسه کولو لپاره پر اعتراض لاس پورې کړی

امريکا کې لسګونه زره ښځو د سقط حق ترلاسه کولو لپاره پر اعتراض لاس پورې کړی

د امريکا په متده ايالاتو کې مېرمنې د محکمې هغه پرېکړه ناسمه بولي چې ګواکي د ميندوارۍ پرمهال يې په خپله خوښه سقط ناقانونه عمل ګرځولی دی.

د ټېکساس محکمې د پرېکړې له مخې، په دې ايالت کې ميرمنې نه شي کولی چې له ميندوارۍ ۶ اوونۍ وروسته ماشوم سقط کړي. خو دې پرېکړې د امريکا په ګڼو ايالتونو کې د ښځو غبرګونونه پارولي دي.

ميرمنې چې د اعتراض په موخه واټونه ته را وتلي وايي، سقط حق بايد په هر وخت کې ميرمنو ته خوندي وي؛ ځکه د دوی په خبره دا د مېرمنو پر رضايت پورې تړلې مسئله ده او هېڅکله به د دې پلوي ونه کړي چې دا چاره پر يوه قانوني امر بدله شي.

د راپورونو له مخې، د امريکا په متحده ايالاتو کې هغه ميرمنې چې په لومړيو کې پر خپله ميندوارۍ پوه شي، له نيمايي ډېرې هغه يې دې ته زړه ښه کوي چې ماشوم سقط کړي.

تر اوسه حکومت د مېرمنو دې اعتراضونو ته په ځواب کې څه نه دي ويلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...