د امريکا په متحده ايالاتو د کرونا له پيل تر دې مهاله د ياد وېروس له کبله د مړو شويو کسانو شمېر ۶۰۰زره تنو ته ورسېد.
د مړو شمېر دې کچې ته له رسېد سره د امريکا د ناروغيو د کنټرول ادارې چارواکو خبر ورکړی چې د د غه هېواد ۶۵ سلنه خلکو د کووېډ۱۹ يو ډوز واکسين کړی او له ۴۰ سلنې زيات وګړي بيا په بشپړه توګه واکسين شوي دي.
د چارواکو په خبره دا مهال د امريکا په متحده ايالاتو کې د کووېډ۱۹ ناروغي د کنټرول په حال کې ده او له همدې کبله ټاکل شوې چې په نيويارک او کليفورنيا ايالتونو کې يو شمېر وضعه شوي محدوديتونه لغوه کړي.
د امريکا متحده ايالاتو د ناروغيو د کنټرو ادارې مسوولانو زياته کړې چې له نيويارک او کليفورنيا وروسته به قدم په قدم په نورو ايالتونو کې هم وضعيت ته په پام سره د محدوديتونو د لغوې لړۍ پيل شي.
له دې وړاندې ولسمشر جوبايډن هم د جي۷ هېوادونو د سرمشريزې په څڼده کې ويلي و، چې دامهال په امريکا کې د کووېډ۱۹ ناروغۍ مثبتې پيښې په مراتبو کمې شوي دي.