Home » سیمه او نړی » امريکا کې د تور پوستي جورج فلويډ قاتل پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو

امريکا کې د تور پوستي جورج فلويډ قاتل پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو

د امريکا په مينسوټا ايالت کې هغه سپين پوستی پوليس په ۲۲نيم کاله بند محکوم شو، چې د جورج فلويډ په نوم تور پوستی ځوانان يې وژلی و.

د مينسوټا ايالت قاضي پيټر کايل چې پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۴مه) يې ياده پرېکړه اوروله وويل، د قضيې له څېړنې وروسته جوته شوې چې سپين پوستی پوليس ډيريک چووين د جورج فلويډ په وژنه کې مستقيم دخيل او نوموړی يې وژل دی.

کايل زياته کړې، چووين ته د بند سزا اورولو ياده پرېکړه د فلويډ له کورنۍ سره د غم‌شريکۍ له مخې نه، بلکې د قانون له مخې هغو کورنيو ته د عدالت ورکړه ده چې په ورته پېښو کې يې غړي له لاسه ورکړي دي.

جورج فلويډ په د ۲۰۲۰ زېږديز کال د می په ۲۵مه داسې مهال ووژل شو، چې سپين پوستي پوليس ډيريک چووين يې ستونی له زنګانه لاندې کړی و.

په ټولنيزو رسنیو کې د نوموړي خپره شوې وېډيو ښيي چې فلويډ د ساه بندېدو له امله د ساه تر ختو وخته د مرستې غوښتنې چيغي وهي.

دې کار نه يوازې په امريکا، بلکې په ټولو هغو هېوادونو کې د خلکو توند او کرکجن غبرګونونه را وپارول چې تور پوستي په کې مېشت دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...