په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او دغه راز په نيويارک او لاس انجلس کې د افغانستان قونسلګيرۍ رسما پرون چهارشنبه د (کب په ۲۵مه) وتړل شوې.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د تړل کېدو پرېکړه د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله شوې ده.
د افغانستان سفارت ډيپلوماټانو رسنيو ته ويلي، چې په واشنګټن کې د افغانستان سياسي استازولۍ د کارونو د دوام لپاره ډېرې هڅې وشوې؛ خو په خبره يې د مالي ستونزو له امله په دې برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
په امريکا د افغانستان سفارت د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۳ کال کې وتړل شو او له هغې وروسته په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې بيا پرانېستل شو. خو شاوخوا د ۲۰ کلونو له فعاليت وروسته په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تازه پرون د دويم ځل لپاره وتړل شو.