Home » افغانستان » امريکا: که ط.البان د رسميت پېژنې تمه لري، نو د افغانانو غوښتنې او حقونه دې ومني

امريکا: که ط.البان د رسميت پېژنې تمه لري، نو د افغانانو غوښتنې او حقونه دې ومني

د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافېر يان مک کري وايي، که ط.البان د نړيوالو له لوري د خپل حکومت د رسميت پېژندنې تمه لري، نو د عامو افغانانو غوښتنې دې واوري او بشري حقونو ته دې يې درناوی وکړي.

نوموړي پرون يک‌شنبه ناوخته د (زمري په ۹مه) په يو لړ ټوېټونو کې له شپږم ټولګي د نجونو پر مخ د پورته ښوونځيو د تړلو دوام په اړه خواشيني ښودلې او دا کار يې د افغانانو له بشري حقونو څخه د طالبانو سرغړونه بللې ده.

مک کري زياته کړې، چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د رسميت پېژنې په تړاو د افغانانو غوښتنې ته پام او د هغوی بشري حقونو ته درناوی، د امريکا او شريکانو يې ګډ نظر لرونکی پيغام دی.

نوموړي ويلي، امريکا د دې لپاره چې طالبان خپلو ژمنو ته ځواب ويوونکي کړي او دغه راز افغانستان يو وار بيا د القاعدې او داعش ډلو پر خوندي پټنځايونو بدل نه شي، خپل کار ته دوام ورکوي.

مک کري ويلي، چې امريکا له عامو افغانانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او زياتوي چې هېواد يې په دې ترڅ کې له تېر اګسټ څخه چې طالبان يې په نيمايي کې بيا واک ته ورسېدل، ۷۷۵ ميليونه ډالر مرسته کړې ده.

ټاکل شوې روانه اوونۍ د افغانستان لپاره د امريکا شاژردافېر په توګه د يان مک کري ماموريت پای ته ورسېږي او خپل ځای به نوې ډيپلوماټې کرن ډيکر ته وسپاري.

نوموړي واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له قطر څخه د امريکا د سفارت چارې پر مخ وړې او لا هم د افغانستان لپاره د امريکا سفارت له قطر څخه فعاليت کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...