په داسې حال کې چې پر افغان نجونو او ميرمنو د حجاب جبري کېدو پرېکړې په اړه نړيوال غبرګونونه دوام لري، ورسره د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم خبر ورکړی چې طالبان بايد د بشري حقونو ضد له ورته پرېکړو په شا شي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون دوشنبه ناوخته د (غويي په ۱۹مه) خبريالانو ته ويلي، چې دامهال په افغانستان کې د اقتصادي ناورين مخنيوي او ټولګډونه حکومت د جوړېدو اړتيا ده؛ خو په خبره يې طالبان بيا د ښځو ځورولو سياست مخته وړي.
نوموړي زيات کړې، چې طالبان بايد له خپلو وروستيو پرېکړو په شا شي، ګني د نېډ پرايس په خبره امريکا د يادو وروستيو پرېکړو په اړه له خپلو متحدانو سره سلا مشورې کوي او فشارونه به پرې زيات کړای شي.
پرايس ويلي، افغانانو د طالبانو هغو پرېکړو پر وړاندې توند غبرګون او مخالفت ښودلی، چې له مخې يې د افغانستان نيمايی ټولنه له بنديزونو سره مخ کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت روانه اوونۍ په افغانستان کې پر نجونو او ميرمنو د حجاب په سرول جبري کړل. له دې پرېکړې په مکرره توګه د سرغړونې په صورت کې د کورنيو مسوولان زنداني کېدای شي.