Home » افغانستان » امريکا ځيني ايستلي افغانان بيرته افغانستان ته ستانه کړي

امريکا ځيني ايستلي افغانان بيرته افغانستان ته ستانه کړي

اکسيوس ورځپاڼې خبر ورکړی چې امريکا يو شمېر هغه افغانان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي، چې د طالبانو له لوري په دې هېواد کې د واک له نيولو سره سم له افغانستان څخه ايستل شوي وو.

د اکسيوس د راپور له مخې، له امريکا څخه ايستل (ډيپورټ) شوي افغانانو کې هغه کسان شامل دي، چې نوموړي هېواد ته له رسېدو وروسته په يو لړ جرمونو تورن پېژندل شوي وو.

دې ورځپاڼې هغو اسنادو ته لاسرسی پيدا کړی، چې له مخې يې تر پوښتنې لاندې افغانان له قطر سره په همغږۍ د فيبروري په ۱۳مه بېرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

د بېرته راستنو شوو افغانانو د جرمونو څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي؛ خو اکسيوس د امريکايي چارواکو په حواله ويلي، چې د يادو کسانو جرمونه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...