د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په تېره اګسټ کې د امريکايي ځواکونو بېپيلوټه الوتکې له لوري د کابل په خواجه بغرا سيمه کې، د شوي هوايي بريد په پايله کې ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دې وزارت چارواکو ويلي چې په ياد بريد کې وژل شويو ۱۰تنو چې ۷ هغه يې تنکي ماشومان وو، له داعش ډلې سره هېڅ تړاو نه درلود او نه هم په افغانستانستان کې دېره امريکايي ځواکونو ته خطر وو.
د پنټاګون چارواکو ويلي، په پېښه کې د وژل شويو کسانو کورنيو ته به د خواخوږۍ په موخه يوه اندازه نغدې پيسې ورکړې خو دا يې نه ده جوته کړې چې د ورکول کېدونکو پيسو اندازه څومره ده؟
له دې سره چارواکو دا هم ويلي، چې د امريکا له بهرنيو چارو وزارت سره به پر دې هم کار وکړي څو د يادو کورنيو غړي د لېواتيا په صورت کې امريکا ته ولېږوي.
امريکايي چارواکو د ياد وړانديز او امريکا ته يې د لېږدونې په موخه د يادو کورنيو له ځينو کسانو سره اړيکې هم کړې دي او د پېښې له امله يې ورسره خواخوږي کړې ده.
وروسته له هغې چې طالبانو کابل ته په ننوتلو سره په ټول افغانستان کې واک ونيو، ورسره سم د امريکا او اورپايي هېوادونو له لوري د خپلو وګړو او افغان همکارانو د اېستلو لړۍ هم پيل شوه. په دې ترڅ کې د امريکايي ځواکونو يوې بېپيلوټه الوتکې د کابل په خواجه بغرا سيمه کې د ملکي وګړيو پر کور هوايي بريد وکړ.
هغه مهال امريکايي چارواکو ويلي و چې ياد بريد د داعش ډلې پر يوه مرکز شوی او په کې يې د يادې ډلې جنګياليو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.