Home » افغانستان » امريکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت بانکي حسابونه کنګل کړي

امريکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت بانکي حسابونه کنګل کړي

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کارکوونکي خبر ورکوي چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د سفارت بانکي حسابونه د امريکا د دولت له لوري کنګل شوي دي.

د سفارت ځينو کارکوونکو امريکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، په امريکا کې د افغانستان سفارت اړوند دوو قونسلګريو بانکي حسابونه کنګل شوي او دې کار د افغانستان سفارت د خدمتونو وړاندې کولو او د عوايدو راټولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړی.

د سفارت کارکوونکو زياته کړې، په دې اړه يې د امريکا له بهرنيو چارو وزارت سره څو ځله د حل لارې په موخه خبرې کړې؛ خو د دوی په خبره کوم پرمختګ په کې نه دی شوی.

د سفارت کارکوونکو له امريکا غږ سره په خبرو کې زياته کړې، د امريکايي چارواکو له لوري ورته ويل شوي چې ياده موضوع دباندې ونه باسي او له ځان سره يې پټه وساتي؛ خو وايي، چې ستونزو په پام سره اړ دي ياده موضوع رسنيزه کړي.

دامهال په امريکا کې د افغانستان سفارت د خپلو خدمتونو په بدل کې له ترلاسه شويو عوايدو ځان تمويلوي. د سفارت د کارکوونکو په خبره، د سفارت اړوند بانکي حسابونو کنګل کېدو له مالي پلوه د سفارت تمويل سخت کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...