Home » سیمه او نړی » امريکا په سوريه کې د داعش ډلې پر یوه قوماندان برید کړی

امريکا په سوريه کې د داعش ډلې پر یوه قوماندان برید کړی

د امریکا د مرکزي قواو قومنداني سینټکام وایي، ځواکونو یې نن سهار وختي د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو جګپوړی مشر چې په منځني ختیځ او اروپا کې د تروریستي بریدونو په پلانولو کې یې لاس درلود، په نښه کړی او په غالب ګومان وژلی يې دی.

يادې قومندانۍ وویل، پر دغه مشر حمله د سوریې په شمال کې د یوې هلیکوپټر په وسیله شوې چې ګومان کېږي هغه په‌کې وژل شوی دی.

د امریکا پوځ د داعش د دغه مشر نوم نه‌دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې دوه تنه نور وسله‌وال هم په دې برید کې وژل شوي دي.

د امریکا پوځ ویلي، امریکایي سرتېرو او ملکیانو ته په دغه برید کې زیان نه‌دی رسېدلی.

د راپورونو له مخې سره له دې چې، د اسلامي دولت ډله په سیمه کې ځپل شوې خو سوریه تر اوسه د دغې ډلې د فعالیتونو یو قوي مرکز ګڼل کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...