Home » افغانستان » امريکا په تاجکستان کې افغانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ پيل کړه

امريکا په تاجکستان کې افغانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ پيل کړه

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د امريکا سفارت اعلان کړی، چې پر شرايطو برابر افغانان کولی شي امريکا ته د تګ لپاره غير مهاجرتي ويزې په تاجکستان کې ترلاسه کړي.

دې سفارت په يوه بيان کې زياته کړې، چې د افغان وګړو ترڅنګ د روسيې، ازبکستان، ايران  او ځينو نورو هېوادونو وګړي هم د امريکا ويزې د ترلاسه کولو په موخه په دوشنبې کې د امريکا سفارت ته مراجعه وکړي.

په بيان کې راغلي، چې د ويزو د صادرولو دغه خدمتونو د روانې نومبر په لومړۍ نېټه پيل شوي او ټاکل شوې چې دغه خدمتونه به په ډيسمبر، جنوري او فيبروري په مياشتو کې به هم دوام وکړي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته امريکا په کابل کې خپل سفارت وتړه او د افغانستان په برخه کې خپلې چارې د قطر له دوحې مخته وړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...