د امريکايي بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه خپلو وروستيو څرګندونو کې يو ځل بيا د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې حساسيت په ډاګه کړی او ويلي يې دي چې د يادې ډلې له لوري په زور پر افغانستان حکومت کول په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ په اوله) له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، په افغانستان کې د امريکا مالي مرستې به له يوه داسې حکومت سره دوام ومومي چې بشري حقونو ته ژمن، باوري، مشروع او دغه راز ټولو ته د منلو وړ وي.
پرايس زياته کړې چې په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو له لوري پر افغانستان د زور له لارې تحميلي حکومت نړيوالو ته هم د منلو وړ نه دی.
د افغانستان په اړه نړيوال بانک په خپل وروستي راپور کې ويلي، دامهال د افغانستان سوداګريز کسر د دغه هېواد د کلني ناخالص ملي محصول له ۳۰ سلنې سره برابر دی او د عامه لګښتونو ۷۵ سلنه يې د بهرنيو ډونرانو له بلاعوضه مرستو تموېلېږي.
د وسلهوالو طالبانو په اړه د امريکا دغه دريځ داسې مهال دی چې دا مهال وسلهوالو طالبانو په ټول هېواد کې د تېر په پرتله جګړې ته خورا شدت ورکړی.
د جګړې دې شدت په اړه ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او د وضعيت د ارامولو په موخه يې د يوې حل لارې پر موندلو ټينګار کړی دی.
له دې سره ټاکل شوې سبا جمعه د (چنګاښ په ۴مه) ولسمشر محمد اشرف غني چې د يوه لوړ پوړي افغان پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته تللی، د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره وګوري.
په دغه لېدنې کې به د ګڼو نورو مسايلو ترڅنګ د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړيکو نوي فصل پر پيلولو، د ډيپلوماټيکو اړيکو پر پراختيا او د افغان ځواکونو د تموېل پر عمده مسايلو هم خبرې وشي.