Home » افغانستان » امريکا: په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کولو لپاره هڅې جاري ساتو

امريکا: په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کولو لپاره هڅې جاري ساتو

امريکا يو وار بيا په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر رامنځته کولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې دې هدف ته د رسېدو په موخه به خپلو هر اړخيزه هڅو ته دوام ورکړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپاره کړي بيان کې زياته کړې، غواړي چې په افغانستان کې واک په منظمه توګه يوه داسې ټول‌ګډونه حکومت ته ولېږدول شي، چې د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي وي.

د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې دغه راز ويل شوي، چې په افغانستان دې موخې ته د رسېدو لپاره له ډيپلوماټيکو، اقتصادي او نورو سياسي امکاناتو کار واخلي.

په بيان کې دغه راز زياته شوې، امريکا غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې اوسني واکمنان د افغانستان له خلکو سره پر کړو ژمنو ټينګ ولاړ دي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر رامنځته کولو داسې مهال ټينګار کوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو اوسنی حکومت ټول‌ګډونه بللی دی.

له دې سره افغان چارواکو غوښتنه کړې، چې نړيوال دې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي او نه هم هېوادونو ته د افغانستان په چارو کې د مداخلې اجازه ورکوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...