د امريکا متحده ايالاتو يو وار بيا ټينګار کړی چې په افغانستان کې د هېڅ کومې داسې ډلې ملاتړ نه کوي، چې دغلته يې د ط.البانو په مشرۍ د سرپرست حکومت پر خلاف وسله اخيستې وي.
دا څرګندونې د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس فارن ډيسک په نوم يوې رسنۍ ته په يوه لېکلي پيغام کې کړي دي. نوموړي زياته کړې، اوس مهال په افغانستان کې ښکېلو اړخونو ته په کار ده چې له زغم کار واخلي او خپله ستونزه د جګړې پر ځای په خبرو حل کړي.
نوموړي زياته کړې، چې د خبرو له لارې وړاندې تګ په افغانستان کې د ستونزې د حل يوازېنۍ لار ده او له دې پرته د تاوتريخوالي غوراوی هېڅ پايله نه شي لرلی.
نېډ پرايس فارن ډېسک ته دا هم ويلي، چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د تاوتريخوالي دوام له نږدې څاري؛ خو زياته کړې يې ده چې د ياد تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره د ښکېلو خواوو له لوري زغم ته اړتيا ده.
امريکا داسې مهال يو وار بيا په افغانستان کې د طالبانو خلاف د وسلهوالې جګړې د نه ملاتړ خبره کوي، چې په دې وروستیو کې له پنجشېر، پروان او کاپيسا څخه د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.