Home » افغانستان » امريکا: پر ښځو د بنديزونو له دوام سره به ط.البان د تعامل فرصت له لاسه ورکړي

امريکا: پر ښځو د بنديزونو له دوام سره به ط.البان د تعامل فرصت له لاسه ورکړي

امريکايي چارواکو په افغانستان کې پر بشري حقونو او په ځانکړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو بنديزونه چې زده‌کړو ته د نجونو لاسرسي محدودول هم په کې شامل دي، اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو په عالي شورا کې د امريکا استازي ميشل ټيلر پرون جمعه د (چنګاښ په ۱۰مه) د يادې شورا غونډې ته ويلي چې په افغانستان کې د زده‌کړو په شمول د نجونو او ښځو اساسي حقونو او پر رسنيو د وضعه شوو بنديزونو په اړه د يوناما، ياد هېواد ته د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او د بشري حقونو عالي شورا د مشرې مالومات خورا اندېښمنوونکي دي.

نوموړې په پنجشېر، اندراب او نورو سيمو کې پر بشري وضعيت د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، د اهل تشيع افغانانو پر وضعيت هم اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی چې د ورته مذهبي لږکيو خونديتوب بايد يقيني شي.

ميرمن ټيلر زياته کړې، که طالبان په قصدي توګه پر نجونو او ښځو د محدوديتونو وضعه کولو ته دوام ورکړي او په دې توګه د افغاني ټولنې نيمايي برخه د افغانستان راتلونکې په اړه له نظر او بحث کولو محرومه کړي، نو طالب مشران به د دوی د تمې خلاف له نړيوالو څخه لازم ارزښت ترلاسه نه کړي.

نوموړې ويلي، که پر افغان ميرمنو او نجونو د طالبانو له لوري د بنديزونو وضعه کول همداسې دوام وکړي، نو دا ډله به له نړيوالو سره د اړيکو د نرمنښت برخه کې نور فاصله زياته او د داخلي مشروعيت د ترلاسه کولو بهير به لا زيانمن کړي.

نوموړې ټينګار کړی چې طالبان دې د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي، حساب ورکول دې پياوړي کړي او له نړيوالو سره دې کړې ژمنې هم عملي کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...