Home » سیمه او نړی » امريکا: پر عراق د ايران وروستی بريد د دې هېواد د حاکميت نقض دی

امريکا: پر عراق د ايران وروستی بريد د دې هېواد د حاکميت نقض دی

امريکا د ايران هغه هوايي بريد غندلی، چې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يې د عراق په خاوره کې دننه پر کرد ميشته سيمه کړی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس په دې اړه ويلي، چې د ايراني ځواکونو پروني هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل شوي او زياته کړې يې ده، چې دا بريد په حقيقت کې د عراق د ملي حاکميت د نقض په مانا دی.

نوموړي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، چې امريکا د دې بريد د غندلو او مخنيوي په برخه کې د عراق له خلکو او دولت سره اوږه په اوږ ولاړه ده.

په يوه جلا اعلاميه کې چې د امريکا بهرنيو چارو وزارت خپره کړې، بيا د ایران په کرد ميشتو سيمو کې د کردانو اعتراض کوونکو د ځپلو موضوع ته اشاره شوې.

په اعلاميه کې راغلي، چې د ايران په کرد ميشتو سيمو کې په زور د لاريون‌والو ځپل ناوړه پايلي لري او په کې پر ايران غږ شوی، چې له دا ډول کړنو لاس واخلي.

ايراني ځواکونو پرون د عراق په قلمرو کې د کرد مخالف ګوند اهداف بمبار کړي دي. په دې بمبار کې د رسمي شمېرو له مخې ۹تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

خو د کردستان د بشري حقونو د څار سازمان هه‌نګاو بيا ادعا کړې، چې د ايراني ځواکونو له لوري په ترسره شوي دې هوايي بريد کې لږ تر لږه ۱۲تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

د دې بريد په اړه نړيوال غبرګونونه اوس هم دوام لري. جرمني، برېتانيې او فرانسې دغه بريد غندلی او پر ايران يې غږ کړی چې له ورته اقداماتو لاس په سر شي.‎

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...