Home » اقتصادی » امريکا پر تايوان د پرمختللو وسلو د پلورلو هوډ کړی

امريکا پر تايوان د پرمختللو وسلو د پلورلو هوډ کړی

پوليټيکو خبري اژانس د امريکا دولتي سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې دغه هېواد په پام کې لري پر تايوان خپلې پرمختللې وسلې وپلوري.

په راپور کې د سرچينو له قوله زياته شوې، چې ولسمشر جوبايډن په دې اړه کانګريس ته وړانديز هم لېږلی او ترې غوښتي يې دي، چې د ۱.۱ مېليارد ډالرو په ارزښت پر تايوان د وسلو پلورلو دغه قرارداد تصويب کړي.

د سرچينو د مالوماتو له مخې په دې قرارداد کې د AIM-9X Block II Sidewinder په نوم هوا ته د مهمات د لېږدلو ۱۰۰ توغندي او دغه راز د ۳۵۵ ميليون ډالرو په ارزښت د AGM-84K Harpoon Block II په نوم د کيښتيو ضد توغندي هم شامل دي.

سپينې ماڼۍ تر اوسه پر تايوان د وسلو پلورلو دې قرارداد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو چين خبر ورکړی چې د امريکا دا اقدام به په ختيځه اسيا کې سيمه‌ييزې سولې او امنيت ته زيان ورسوي.

د چين بهرنيو چارو وزارت وياند ژايو ليجيان خبريالانو ته ويلي، چې د امريکا له لوري د تايوان تنګي ته د جنګي کيښتيو استول د نظامي زور ښودنې په مانا دي او په دې توګه غواړي په سيمه کې وېره خوره او سوله کمزورې کړي.

د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې دغه ترينګلتيا وروسته له هغې ده، چې د روانې اګسټ په لومړيو کې د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسې پلوسې د چين له خبرداريو سره سره تايوان ته سفر وکړ.

چين؛ تايوان د خپلې جغرافيې برخه ګڼي او دغلته د امريکايي چارواکو وروستي سفرونه او د تايوان په اړه تازه دريځ نيونه، د واحد چين د داعيې نقض بولي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...