Home » افغانستان » امريکا پر افغان ښځو له تازه لګېدلو بنديزونو سره مخالفت وکړ

امريکا پر افغان ښځو له تازه لګېدلو بنديزونو سره مخالفت وکړ

په افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو بنديزونو په غبرګونو کې دا ځل امريکا هم د يادو تازه بنديزونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا يې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې ناسمه پرېکړه بللې ده.

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافيري کرين ډيکر پرون مازدېګر د (لړم ۲۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، په افغانستان کې پر ښځو له تازه بنديزونو په داسې حال کې خبرېږي، چې اسلام‌اباد ته يې څو ورځنی سفر پای ته رسېدونکی دی.

نوموړې ويلي، چې تفريحي پارکونو ته د ښځو پر تګ بنديز به په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او په خپله د دې هېواد لپاره ناوړه پايلې ولري.

کرين ډيکر په دې اړه څو ټوېټونه کړي او په کې يې زياته کړې، چې ښځې هم د سړيو په څېر حق لري څو تفريحي پارکونو ته لاړې شي. د نوموړې په خبره، دا چې د ماشومانو پالل په افغانستان کې د ښځو پر غاړه دي، نو اړتيا لري چې تفريحي پارکونو ته لاړې شي او په تازه هوا کې وګرځي.

کرين ډيکر له دې يوه ورځ مخکې ويلي و، چې په بهر کې مېشتې افغان ميرمنې غواړي بېرته خپل هېواد ته ستنې شي؛ خو د نوموړې په خبره له دې وېرېږي چې په زور به واده شي، د زده‌کړو او تحصيل حق به يې محدود او دغه راز به يې په ټولنه کې ونډه کم رنګې شي.

کرين ډيکر اسلام‌اباد ته د څو ورځو پر مخ راغلې وه څو دغلته د ميرمنو په شمول له مېشتو افغانانو سره وګوري او په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه ورسره خبرې وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...