Home » افغانستان » امريکا: نړيوال غواړي وګوري چې ط.البان خپلو ژمنو ته څومره وفادار دي؟

امريکا: نړيوال غواړي وګوري چې ط.البان خپلو ژمنو ته څومره وفادار دي؟

امريکايي چارواکو تازه د افغانستان په تړاو ويلي، اوس‌مهال نړيوال غواړي پر دې پوه شي چې ط.البان د خپلو کړو ژمنو په تړاو څه ډول چلند کوي.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي توماس ويسټ پرون دوشنبه ماښام د (غبرګولي په ۱۷مه) په يو لړ ټوېټونو کې ويلي، نړيوال غواړي دا وګوري چې ايا ط.البان ورسره په ځينو مهم برخو کې پر کړو ژمنو درېږي او که نه؟

نوموړي دا څرګندونې عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هېواد له چارواکو سره له لېدنو وروسته کړې دي. ويسټ زياته کړې، چې د افغانستان په تړاو د امريکا او عربي اماراتو دريځ يو دی او دواړه په دې هڅه کې دي څو وويني چې ايا طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي ثبات او دغه راز د عامو افغانانو د حقونو خونديتوب په برخو کې خپلې کړې ژمنې عملي کوي او که نه؟

ويسټ زياته کړې چې په بهرنيو چارو کې د عربي اماراتو د دولت له وزير احمد بن علي ال صايغ او د نوموړي وزارت له سلاکار سالم الزبي سره يې د افغانستان اړوند مسايلو په اړه بحثونه ګټور وو.

له نوموړي وړاندې د جرمني بهرنيو چارو وزيرې انالينا بايربوک په اسلام‌اباد کې خبري کنفرانس ته ويلي وو، چې طالبان په ناسم لوري روان دي.

نوموړې ټينګار کړی و چې طالبان دې په افغانستان کې بشري حقونه رعايت کړي او زياته کړې يې وه، چې له دې پرته له طالبانو سره د اړيکو عادي کولو او دغه راز د دوی د حکومت په رسميت پېژندو هېڅ امکان نشته.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...