په امريکا کې مېشتې يوې افغانې جوړې د امريکا سمندري ځواکونو پر يوه سرتېري او د هغه پر ميرمن دعوه کړې، چې ګواکې د دوی ماشومه يې له افغانستان څخه امريکا ته تښتولې ده.
دا ماشومه دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له هوايي بريد وروسته په خاورو او خځلو کې موندل شوې وه. د دې بريد پرمهال د نوموړې ماشومې د مور او پلار په ګډون ۵ خوېندې او وروڼه شهيدان شوي وو.
د امريکا د سمندري ځواکونو سرتېري جوشرا مسټ او د هغه ميرمن سټيفېني مسټ د لنډمهالي ماموريت لپاره افغانستان ته تللي وو او دا ماشومه يې د امريکايي ځواکونو د درملنې په يوه مرکز کې وليده.
جوشرا مسټ په دې اړه ويلي، يادې ماشومې په افغانستان کې سرپرست نه درلود او د مدغي افغانې جوړې يې په يې هم مالومات نه درلودل نو په خبره يې له همدې کبله مجبور شو چې ماشومه په لورولۍ ونيسي او د امريکا ويرجنيا ته يې راوسته.
ځايي محکمې هم ويلي، چې د ماشومې د سرپرست نشتوالي او په لورولۍ د نيولو له امله يې ماشومه جوشرا مسټ او د هغه ميرمنې سټيفېني مسټ ته سپارلې ده.
افغانې جوړې بيا اسوشيېټيډ پرست ته د خپل هويت د پټ ساتلو په شر ويلي، چې ياده ماشومه د دوی ده او په محکمې يې په دې اړه موده وړاندې عريضه کړې وه.
محکمې هم د يادې کورنۍ عريضه منلې او د اروزولو په ترڅ کې يې پرېکړه کړې، چې ماشومه دې افغانې جوړې ته وسپارل شي؛ خو مسټ له افغانې جوړې سره په دې اړه جنجال کړی او ماشومه يې بېرته ترې بېولې.
تازه د افغانستان سرپرست حکومت هم په دې اړه غبرګون ښودلی او امريکا ته يې د يادې ماشومې بېول، برمته کول بللي دي. د بهرنيو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې دا کار د بشري اصولو خلاف عمل دی او بايده دي چې ياده ماشومه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.