Home » افغانستان » امريکا: ملګري ملتونه دې د افغانستان بشري حقونو په خونديتوب کې عملي اقدام وکړي

امريکا: ملګري ملتونه دې د افغانستان بشري حقونو په خونديتوب کې عملي اقدام وکړي

امريکايي چارواکو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دې د افغانستان بشري وضعيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغانستان بشري حقونو او د ښځو د چارو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له مشرې ميشل باشلې سره يې د افغانستان بشري حقونو په اړه ليدنه او خبرې کړې دي.

نوموړې په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې له باشلې يې غوښتي څو دغه شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو، هزاره‌وو، سيکانو او هندوانو او دغه راز په پنجشېر کې هم په نښه شوو ملکي وګړو وضعيت ته پاملرنه او په اړه يې عملي اقدام وکړي.

نوموړې زياته کړې چې په لندن کې يې د هزاره‌وو له استازو ليدلي او دوی ترې غوښتي چې نړيوال دې د دوی پر وړاندې موجوده تاوتريخوالی درک کړي او د هزاره‌وو د خونديتوب په موخه دې پر طالبانو فشارونه زيات کړي.

رينا اميري زياته کړې، چې هزاره افغانان د تېرو دوو لسيزو پرمهال په افغانستان کې په ۲۵۰ هدفي بريدونو کې په نښه شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...