امريکايي چارواکو تازه د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د مخامخ خبرو پر اړتيا ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د دې کار لپاره هېڅ منځګړي ته اړتيا نشته.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ د امريکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې ويلي، چې له طالب چارواکو سره د بېلابېلو مسايلو په اړه په مکرره توګه په اړيکه کې دی.
نوموړي ټينګار کړی، چې ټول مسايل بايد د امريکا او طالبانو ترمنځ مخامخ مطرح شي او زياتوي چې په دې برخه کې هېڅ دريېمګړي هېواد ته اړتيا نشته ده.
ويسټ ويلي، چې له طالبانو سره يې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانيستو، د بشري حقونو د مراعتولو او دغه راز يې د افغانستان له خاورې څخه پر نورو هېوادونو د ترهګريز بريدونو د مخنيوي په اړه تر دې دمه خبرو ته دوام ورکړی دی.
د توماس ويسټ په خبره، په دې خبرو کې يې طالب چارواکو ته څرګنده کړې، که د نجونو ښوونځيو ته اجازه ورکړي نو دا امکان شته چې پر وړاندې يې د نړيوالو په دريځ کې نرمښت راشي.
طالبانو تل ټينګار کړی چې د نجونو د زدهکړو مخالف نه دي؛ خو له شپږم ټولګي پورته د زدهکوونکو نجونو پر مخ د ښوونځيو بندولو په اړه يې ولس ته هېڅ قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.