Home » افغانستان » امريکا له طالبانو سره د افغانستان شتمنۍ ازادولو په اړه مذاکراتو ته دوام ورکوي

امريکا له طالبانو سره د افغانستان شتمنۍ ازادولو په اړه مذاکراتو ته دوام ورکوي

روېټرز خبري اژانس د درېيو امريکايي چينو په حواله ويلي، پر دې سربېره چې طالبانو په کابل کې د القاعده مشر ايمن الظواهري ته پنا ورکړې وه او بيا د امريکا له لوري په نښه شو، لا هم دغه هېواد له طالبانو سره د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د ازادولو پر سر مذاکراتو ته دوام ورکوي.

دې سرچينو ويلي، چې د بايډن ادارې له لوري دغه پرېکړه په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه د اندېښنو په پام کې نيولو سره، د افغانستان مات شوي اقتصاد د بيا رغولو په موخه شوې ده.

روېټر يوه مياشت وړاندې د امريکايي سرچينو په حواله راپور ورکړی و، چې امريکا په پام کې لري څو د افغانستان کنګل کړای شوې شتمني درېيم ادرس ته ولېږدوي او په دې اړه له سويس هېواد سره خبرې هم شوي.

د ياد راپور له مخې، په سويس کې به د افغانستان لپاره د مالي باور صندوق جوړېږي او د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ نيمايي برخه به دې صندوق ته انتقال شي.

اوس سرچينو يو وار بيا روېټر خبري اژانس ته ويلي، چې په کابل کې ايمن الظواهري ته د طالبانو له لوري پنا ورکولو او پر نوموړي د بريد له امله، د افغانستان د مالي اعتبار صندوق د رامنځته کولو په اړه د امريکا دريځ نه دی بدل شوی او له همدې کبله له طالبانو سره په دې برخه کې مذاکراتو ته دوام ورکوي.

دې سرچينو ويلي، چې له طالبانو سره د افغانستان شتمنۍ ازادولو په موخه مذاکرات ښايي سخت او پيچلي وي؛ ځکه د سرچينو په خبره، طالبان لا هم د نړيوالو د غوښتنو په اړه مقاومت کوي.

تر اوسه د امريکا بهرنيو چارو وزارت او په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کابل کې د ايمن الظواهري له وژل کېدو سره، د امريکا بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان کنګل کړای شوې شتمني به ازاد نه شي او نه به هم په دې اړه له طالبانو سره مذاکرات دوام وکړي؛ ځکه د دې وزارت د چارواکو په خبره، طالبانو د دوحې هوکړې خلاف الظواهري ته په کابل کې پنا ورکړې وه او په دې توګه يې ياده هوکړه ماته کړې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...