Home » افغانستان » امريکا: له رسنيو سره د ط.البانو چلند د دوی له ژمنو سره په تضاد کې دی
رویداد خبري آژانس

امريکا: له رسنيو سره د ط.البانو چلند د دوی له ژمنو سره په تضاد کې دی

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت استخباراتو په يوه تازه اقدام کې د طلوع نيوز ټلوېزيون د خپرونو رئيس خپلواک ساپی، د خپرونو وياند بهرام امان او د دغه ټلوېزيون حقوقي سلاکار ونيو، ورسره له رسنيو او خبريالانو سره د اسلامي امارت پر چلند نيوکې زياتې شوې.

د افغانستان لپاره په دوحه کې مېشت د مريکا سفارت شارژدافېر يان مککيري له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې طالبان دې په افغانستان کې د خبريالانو تهديد او نيول ودروي.

نوموړي زياته کړې، چې د امريکا متحده ايالات هم له ملګرو ملتونو سره يو ځای په افغانستان کې د خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو د نيول کېدو او يادو کسانو وېرولو له امله ګډه اندېښنه لري.

يان مککيري زياته کړې چې په اوس‌مهال کې له افغان خبريالانو سره د طالبانو چلند له هڅه سره متضاد عمل دی، چې يادې ډلې يې په اړه له نړيوالو سره ژمنې کړي دي.

د اسلامي امارت استخباراتو د طلوع نيوز کارکوونکي د پنج‌شنبې په ورځ ونيول او پرون جمعه د (کب په ۲۷مه) يې وروستی کس هم خوشی کړ.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...